ايا دپوهنې په وزارت کې ددومره سلاکارانو اړتيا شته؟
حسن خيل درسوال
دطالبانو دواکمنۍ له ړنګيدو او دنوي حکومت په رامنځ ته کيدو سره دسلاکارانو دګمارلو بنسټ ښاغلي حامد کرزي کيښود.دااوس مهال چې ددولت په کابينه کې خواوشاه پنځه ويشت وزيران دي نو ورسره سم تر څلويښتو زيات سلاکار وزيران هم شته .ځينې خلک وايي چې دسلاکارانو په ګمارلو کې ښاغلى کرزې دمصلحت نه هم کار اخلي او چې هر څوک له حکومته مرور شي نو هغه دخپل سلاکار په توګه مقرر کړي.دځينو لويو ولايتونو واليان هم دسلاکارو وزيرانو په لست کې شته چې دا پخپله دقانون نه څرګنده سرغړونه ده ځکه يو تن بايد په يووخت کې دوه دولتي دندې ترسره نکړي.په هرحال په دې به ډير ټينګار نه کووځکه هرڅوک پوهيږي چې غوا توره او پۍ سپينې دي.مونږ خبره دپوهنې په وزارت کې دسلاکارانو کوله .اوريدلې مو دي چې دپوهنې په وزارت کې دامهال تر څلورسوه شپيتو تنو زيات سلاکاران په دنده بوخت چې دا ټول يې په ډالروتنخواوې اخلي.دپوهنې وزارت ته هغه مهال دسلاکارانو پام ورواوخت چې دپوهنې هڅاند او مخکښ وزير ښاغلې (اتمر) چې دکليو پراختيا په وزارت کې يې نوښت دهيڅ چا له پامه نه دې لويدلې کچکول په لاس دهيواده بهر دپوهنې وزارت لپاره دخيرات دراټولولو لپاره وتلى و او ديوبهرني هيواد په سفر بوخت و چې په قطر کې دافغان کرکټ لوبډلې دبرياليتوب خبريې دراډيوله لاري واوريد او دخپل کچکول نه يې يولک ډالر دکرکټ دلوبغاړو دسره تاوکړل.دا سلاکاران هم چې تر ډيره ددوه ګوني تابيعت لروونکي دي پرښاغلي اتمر لکه دشاتو دمچيو ورټول شول او دخپلو شخصي ګټو لپاره يې پرې په بيلو بيلو نومونو نوې ادارې دپوهنې وزارت له تشکيله دباندې جوړې او ځانونه يې په کې ځاې پر ځاې کړل.ددغه سلاکارانو تر ټولو ټيټه تنخوا پنځه سوه امريکايي ډالره او تر ټولو لوړه يې شپږزره ډالره ده ددې ترڅنک هر سلاکار په مياشت کې يوځل دپوهنې وزارت په بودجه له هيواده بهر سفر کوي.راځۍ چې لږ ددې سلاکارانو دکاره هم ځان خبرکړو .څه موده وړاندې ديو کار دترسره کولو په موخه پلازمينې کابل ته تللې وم يو دوست مې چې په يوه معتبره دولتي ورځپاڼه کې دنده لري راته قصه کوله چې دپوهنې وزارت دلنډ وخت لپاره دتاليف او ترجمې په څانکه کې دکارکولو لپاره وروغوښتم کله مې چې دخپلو څو تنو هم مسلکو ملګرو سره ددغه ښاغلو سلاکارانو لخوا دليکل شويو کتابونو په بياليدو خپله دنده پيل کړه نو راته وويل شول چې تاسو څوارلسمه ډله ياستۍ چې ددې کتابونو دليدو لپاره راځۍ .دوست مې راته ويل چې موږپه يوه اونۍ کار کې ددغو سلاکارانو غلطۍ په سره قلمو نښه کولې او چې کله دوې پوه شو نو مونږ ته يې پلمه جوړه کړه او ويل يې چې تاسو زمونږ په روزۍ کې لغتې وهۍ.نو مونږيې له وزارته راوشړلو.تاسو او خداې نو قضاوت وکړۍ چې (طلوع خيل) پر دې سلاکارانو ملامته دې چې په زنګ خطر کې دوه هغه کتابونه چې همدې ښاغلو ليکلي او دواړه ديو ټولګي لپاره هم دي خو ديوه کتاب په پنځم څپرکي کې يو څه ليکل شوي او دبل هغه کې بل څه .زه نه پوهيږم چې ښاغلي اتمر دا بېسره او بې پښو لښکر دکومې ورځې لپاره ساتلې همدا چې په تلويزيونونو کې پسې خلک ملنډې ووهي او ډرامې پرې ډکې کړي.يوه بله بيلګه هم ددرنو لوستوونکو او دښاغلى وزير صيب لپاره که داليکنه لولي وړاندې کول غواړم.دننګرهار دپوهنې په رياست کې دريس سلاکاره يوه ميرمن ده چې زده کړې يې په نرسنګ کې تر سره کړي او دښوونې او روزنې په برخه کې غاړه مې دې بنده نه وي په الف هم نه ده خبره خو زما په ګومان چې اته سوه ډالره تنخوا اخلي.دغه راز په امنيتي چارو کې هم دپوهنې دريس لپاره يو سلاکار مقرر شوې په داسې حال کې چې دپوهنې درياست په امنيتي پوسته کې يو پوليس هم نشته چې درياست ودانۍ ته دورتلوونکو خلکو تالاشي واخلي نو تاسو ووايې چې دا امنيتي سلاکار به څه وکړي او دا به دپوهنې په رياست کې کومه دنده تر سره کړي؟.همدارنګه دهرې ولسوالۍ دپوهنې دمدير لپاره يو سلاکار دپنځه سوه ډالرو تنخوا په بدل کې مقرر شوى خو پخپله دپوهنې مدير درې زره افغانۍ معاش اخلي .ايا عدالت همدې ته ويل کيږي؟په ټوليز ډول دننګرهار دپوهنې په رياست کې دا مهال تر پنځوسو زيات سلاکاران شته او نور هم دمقرريدو په حال کې دي.همدارنګه دڅه مهال راپدې خوا دښوونکو دمسلکي کچې دلوړاوي په موخه په هره ليسه کې دمسلکي سمينارونو دجوړولو لړۍ پيل شوې چې ددغه سمينارونو دپرمخ بيولو لپاره تر دوه سوه تنو زيات نفرچې ويل کيږي ډيرى يې دشخصي او ګوندي اړيکو له مخې ګومارل شوي چې هر تن ته تر څلورسوه ډالرو زياته تنخوا ورکول کيږي .بده يې لاداده چې دهمدغو تنخوا خورو نه دمياشتې لس ډالره دافغان ملت ګوند سره دمرستې لپاره ګرځول کيږي دا لانده مالومه چې داڅه ډول پروژه ده چې ان سياسي ګوندونو ته يې هم ګټه رسيږي.خو ښايي چې ښاغلى وزير صيب او يا دپوهنې کوم بل لوړ پوړې چارواکې(...... په دې راز خبر وي.ددې ليکنې نه بنسټيزه موخه داده چې ددومره سلاکارانو په شتون کې دمعلمينو ستونزې ته چا پاملرنه ونکړه او بله تر ټولو مهمه ستونزه چې ښايي همداسې ناحله پاتې شي داده چې په ښوونځيو کې دبيلګې په توګه دشپږم ټولګي زده کوونکې ته ان تر لسو کتابونو پورې ويل کيږي خو دا پوښتنه څوک نه کوي چې ايا دا زده کوونکې ددې لسو کتابونودهضمولو وړتيا لري هغه زده کوونکې چې پلار يې دډوډۍ دموندلو پسې لولنګر ګرځي نو دزوۍ فکر او ذهن به يې څنګه ارام وي.دا هغه ستونزه ده چې له ډير وخت راهيسې راروانه ده او دپوهې کچه يې دومره راټيټه کړې چې يو زده کوونکې له دولسم ټولګي راووزي نو باور وکړۍ چې دافغانستان څلورخواوې يې هم نه وي په ياد.نو زما په اند دا او ديته ورته ستونزو ته په پاملرنې چې په دې تيرو شپږو کالو کې ورته دپاې ټکې کينښودل شو نودا پوښتنه راولاړيږي چې ايا دپوهنې په وزارت کې ددومره سلاکارانو لپاره اړتيا شته؟نوښايي چې ځواب به روښانه وي او هغه دا چې نه.ځکه چې ددوې په شتون کې نه يوازې داچې په شتو ستونزو کې کمې رانغې بلکې نورې هم مخ په زياتيدو دي .
